په خوست کې د سپما گروپونو او د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د کورونا څخه د ځانساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام له لوري په خوست ولایت کې د سپما گروپونو او د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ۵۸ کلیدي غړیو ته د کورونا وژونکي وایروس څخه د ځانساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د خوست ولایت د مرکز اړوند متون، شمل او لکڼ هغه سیمې دي، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام و لایتي کارمندانو له لوري پهکې د کورونا اړوند د صحي سپارښتنو او عامه پوهاوي دا لړۍ جریان لري.
د عامه پوهاي پهدې کمپاین کې د شفاهي توصیو تر څنگ د گروپونو په کلیدي غړیو انځوریز پېغامونه هم وېشل کېږي، چې وکولای شو، چې په لرې پرتو سیمو کې د کورونا د خپرېدا شدت راکم کړای شو.
