لغمان ولایت کې د اوبولګولو د سربند پروژه بشپړه شوه
په لغمان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د سربند پروژه چې څه باندې ۱۳ میلیون افغانۍ ارزښت لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د الینګار ولسوالي په شاهي کلي کې د ۷۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو سربند او د ۴۶۰ مترو په اوږدوالي محافظوي دیوال جوړ شول.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۶۵۲۴ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۲۱۰۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغه سربند له لارې د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.
