په ننګرهار کې د اوبو رسولو د يوې شبکې کار ۵۰ سلنه بشپړ شوي دي
د ننګرهار د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست له خوا د ياد ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په اړخي کلي کې د اوبو رسولو د يوې شبکې کار ۵۰٪ مخکې تللي دي دا شبکه د يونيسيف ادارې په ۸.۳ ميليونه افغانۍ مالي لګښت سره جوړيږي چې په بشپړتيا سره به يې ۲۴۰ کورنيو ته د څښاک پاکې او صحي اوبو چمتو شي.
د ننګرهار د کليو بيا رغونې او پراختيا رييس انجينير امان الله مياخيل د ددې شبکې د کار د بهير د څارلو په موخه سيمې ته تللې و او اړوندې شورا ته يې اړينې سپارښتنې کړې دي.
