د لغمان  په اليشنګ ولسوالۍ  کې  ۲۰۰ متره استنادي ديوال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۸:۱۶
لغمان

د لغمان ولايت  د ليشنګ ولسوالۍ  په جمشيد اباد سېمه کې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي استنادي ديوال د لغمان ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست په تخنيکي مرسته او د خوراک نړيوال پروګرام په مالي مرسته  ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې چارې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شوې، چې ۱۱۱ تنه کارګرانو د غذا ورکولو په بدل کې په دې پروژه کې  کار کاوو.
د دې پروژې په مټ د سېمې زياته کرنيزه ځمکه او کورونه  د سيلابونو له احتمالي خطره خوندي شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS