تيره اونۍ په ۶ ولايتونو کې د يوه ښوونځي کار بشپړ شو او د ۷ نورو د جوړولو کار پيل شو

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۱:۶
School

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سيوري لاندې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي جوړولو کار بشپړ شو او ۳۰۰ زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپيريال رامنځ ته شو.
او په ۵ نورو ولايتونو کې د ۷ ښوونځيو جوړولو کار پيل شو دا ښوونځي د کابل په ميربچه کوټ، د کندز په چهار دره، د کندهار په ميوند او ژيړۍ ، د بادغيس په ابکمري، او د خوست په متون ولسواليو کې جوړيږي، چې ۱۰، ۸، ۶ يا څلور ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې به ولري. ددې پروژو په ترڅ کې به زرګونه کاري ورځې رامنځ ته شي او په بشپړتيا سره به يې ۵۱۰۰ زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپيريال رامنځ ته شي.
بايد ووايو چې تيره اونۍ د بلخ ولايت د چهار کنت ولسوالۍ د چهار محله يي کلي
د ښوونځي د احاطې ۱۸۶ متره ديوال هم بشپړ شو چې په دې ښوونځي کې ۳۵۰ زده کونکي زده کړې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

BACK TO NEWS