د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۲۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې د اسلامي امارت د ټینګښت، د اسلامي هېوادونو د یووالي او په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

د غونډې په پای کې، محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب وویل: له نېکه مرغه زموږ په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او ټول ولس ورسره په خوښۍ ولاړ دی. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې له پامه غورځېدلې دي، پراختیایي پروژې پلي کړي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS