په بلخ او کندز کې د دریو لومړنیو ښوونځيو جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د کندز ولایت په دشت ارچي او د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د دریو لومړنیو ښوونځیو جوړولو کار پیل شو. هر ښوونځی به ۶ ټولګي د څښاک د اوبو څاه او تشنابونه ولري. ښوونځي د دهدادي ولسوالۍ په باغ پشت علیا او د دشت ارچي ولسوالۍ په حاجي موسی او اب شور کلیو کې جوړیږي.
ددې پروژو په ترڅ کې نږدې ۶ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې نږدې ۵۰۰ زدکونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شي.
