د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کی د درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملی پروګرام له لوري د ننګرهارولایت د نازیانو په ولسوالۍ کی د درې نیم میلونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .
د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه شبکه د نازیانو ولسوالۍ د لنډۍ سیمې په منځني کلي کې جوړه شوې ده چې د سېمې نږدې څلور سوه کورنیو ته یې د څښلو اوبه برابرې کړې او د خلکو لس سلنې ونډي په اخېستلو سره په دې پروژه ۳،۵ ميليونه افغانۍ لګښت شوی.
د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې د نازیانو ولسوالۍ زړې لنډۍ حیدرجان کلي کی هم د یوې شبکې په جوړیدو سره نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې وې .
