د کلیو بیارغونې  او پراختیا وزیر د روزګان د خلکو ستونزې واوریدې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۵:۲۳
ملاقات با مردم ارزگان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د روزګان ولایت د پارلمان،  ولایتي شورا  د استازو او قومي مشرانو سره د یاد ولایت د ستوونزې د اوریدو په موخه ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د روزګان ولایت مشرانو د کلیو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره د یاد ولایت  ځینې ستونزې شریکې کړې، چې د ولسي تړون نورو ولسوالیو ته غځول او د ياد پروګرام د کارونو چټکتیا یې تر نورې مهمې یادې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي  دوی ته وویل (٬٬٬٬ ستاسې ټولو ستونزو  او غوښتنو ته  ځان رسول، خپل مسوولیت بولم او له تاسې هم غواړم، چې د پروژو د پلي کولو په برخه کې د وزارت له کارکوونکو سره مرسته وکړئ، ځکه یاد پروګرام ستاسې په مرسته تاسې ته د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسي په موخه پروژې پلې کوي ،،،،)
د دې ترڅنګ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د ولسي تړون ملي پروګرام  مسوولینو ته اړوندې سپارښتنې هم وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS