په ننګرهار کې د ۸۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۱۵ ښوونځيو جوړولو کار پيل شو

د کليو د بيارغونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د اقرا پروګرام تر چتر لاندې د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د ۸۵ ميلونو افغانيو په ارښت د ۱۵ ښوونځيو د جوړولو چارې پيل شوې. بايد ووايو چې په پام کې ده د اقرا پروژې تر چتر لاندې په ننګرهار کې د ۲۰۰ ښوونځيو ودانۍ جوړې کړل شي.