۷۴ کورنیو په بدخشان ولایت کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۷ - ۱:۲۸
بدخشان

د ولسي تړون ملي پرو ګرام د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړیدو سره په بدخشان ولایت کې ۷۴ کورنیو، پاکو او بو ته لاسرسی پیدا کړ. دغه شبکه چې د لمریزې بریښنا د سیستم په نصبولو سره ۱۷۵۰ متره اوږد والي او د ۲۳ زره لیتره پاکو اوبو په ظرفیت سره یوه زیرمه هم لري د کار په بهیر کې یې، ما هرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۰۰۱ کاري ورځې را منځته شویدي. دا پروژه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په مرسته د ۱ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ د کره پایان په کلي کې بشپړه او ګټې اخستنې ته سپارل شویده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS