کندهار کې له ۲۵ اړو کورنیو سره څه باندې د ۱۳۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې وشوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري له ۲۵ بیوزلو کورنیو سره څه باندې د ۱۳۰ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د صاحب او پوټي میرالزي کلي د پراختیایي شورا لخوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهي پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې غنم، وریجې، غوړي، اوړه، لوبیا، بوره، چای او نخود پکې شامل وو.
