کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزير صاحب له لوري په دايکندي ولايت کې د څه باندې (۲۹) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو چارې پيل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۷
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب له لوري د دايکندي ولايت د پاتو ولسوالۍ په وغنير دره کې د څه باندې (۲۹) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو او د دوه لوی پلونه چې يو يې  (۲۸) او بل (۲۲) متره اوږدوالي لري، د جوړولو چارې د څه باندې (۷۶) ميليونه افغانيو په لګښت د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په ياده غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د دايکندي ولايت والي مولوي نجيب الله رفيع صاحب د ياد ولايت کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس مولوي محمد ادريس شریعت، د پاتو ولسوالۍ ولسوال، امنيه قومندان، د استخباراتو رئيس او یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د دغه سړک د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګر ته د کار زمينه برابره او بشپړيدو سره به يې د نوموړي ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS