د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په وینا سره پای ته ورسېد.

په یاد سیمینار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم، سلاکارانو، مرکزي او ولایتي رئیسانو ګډون کړی وو.      

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په تېر کال کې د مرکزي او ولایتي ریاستونو د فعالیتونو قدرداني وکړ او وویل: زموږ هېواد یو جنګ ځپلی هېواد دی، زموږ او تاسې مسؤلیت دی ترڅو د هېواد په لرې پرتو کلیو کې د شته امکاناتو سره سم بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې او خپل هېواد آباد کړو.  

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې موږ باید په خپلو چارو کې د مشرانو اطاعت او خپل کارونه د اسلامي نظام په رڼا کې ترسره کړو. باید یو منظم پلان جوړ کړو ترڅو د هغه له مخې د خپلو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه او په هره برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړو او تاسې ټولو ته د یاد مسؤلیت د ترسره کولو او بریالیتوب هیله کوم.

د یادونې وړ ده چې په یاد سیمینار کې مرکزي او ولایتي رئیس صاحبانو د چارو لا ښه والي، ښې همغږۍ او د شته نیمګړتیاوو د هوارولو په اړه خبرې وکړې او دغه سیمینار د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د سمنګان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۳۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

پ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم، د دغه وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې، د څارنې او ارزونې ریاستونو انجنیرانو د قادس ذخیروي بند. . .

BACK TO NEWS