کرونا وایروس د خپرېدا د مخنیوي پر وړاندې یواځنۍ لار د عامه پوهاوي لوړول دي

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۹:۱۶
ننگرهار

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ له هغو شپږو ولسوالیو څخه ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام پکې فعالیت لري. په دې ولسوالۍ کې د څلورو ګروپونو ۳۳ غړو د پروګرام له اړخه د کرونا وایروس په اړه له وړاندې شویو سپارښتنو څخه ګټه پورته کړې او په دې اړوند یې له پروګرام څخه د خوښیو څرګندونه وکړه.

د پروګرام کارکوونکي د خپلو ورځنیو کاري مسووولیتونو ترڅنګ، په مکرر ډول د لاسونو د وینځلو او له عفوني ضد موادو څخه د لوښو او د کور د وسایلو د پاک ساتنې په موخه د سپماګروپونو غړو ته سپارښتنې کوي.

په عمومي ځایونو کې د ماسک اغوستل، د داسې میوو کارول چې ویټامین C لرونکي دي، هغو خلکو ته له نږدې کېدو ډډه کول چې والګی او یا ټوخی لري، په مناسبه اندازه کې د خلکو ترمنځه واټن په پام کې نیول، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه ورتګ او تر ډېره بریده په کور پاتې کېدل د خوندې ساتنې په برخه کې هغه سپارښتنې دي چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د سیمه ییزو کارکوونکو له‌خوا کلیوالو ته په ننګرهار ولایت کې وړاندې کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS