په ۱۳ ولایتونو کې د لمریزې بریښنا د ویش لپاره د ۳۸۴۱۷۹ کورنیو سروی

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۵:۵۰
انرژی پایدار

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د تلپاتې انرژۍ پروګرام د ۱۳ ولایتونو( هرات، کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، کونړ، او نورستان) په ۵۵ سرحدي ولسوالیو کې د لمریزې بریښنا د اړوندو توکیو د ویش په موخه د ۳۸۴۱۷۹ کورنیو سروې بشپړه کړه په پام کې ده چې په ټوله کې د ۱۳ ولایتونو په سرحدي سیمو کې ۵۳۱۰۲۲ کورنیو ته د لمریزې بریښنا اړوند توکي وویشل شي، چې د سروې په بشپړتیا سره به یې کور په کور د بریښنایزو توکیو ویشل هم پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS