په کونړ کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د کونړ ولایت د لیچلام ولسوالۍ په پیچ دره کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار پیل شو.
۱۹۴ متره محافظوي دیوال، ۴۰ متره د اوبه خور سربند او ۵۰ متره اوسپنیز کانکریټي کانال له دې پروژو دي چې په ترڅ کې به یې ۱۳ زره او ۵۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شي.
باید ووایو چې ددې پروژو په پلي کیدا سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه او د نیزونو له ګواښه خوندي شي، او د سیمې ۲۵۷۱ کسان به یې له ګټو برخمن شي.
