په کونړ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو سربند او ۱۹۴ متره محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۵:۱۹
په کونړ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو سربند او ۱۹۴ متره محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

په کونړ ولایت کې د کلیوبیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د سربند او محافظوي دیوال د جوړولو کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د پیچ درې ولسوالۍ په لیچلام کلي کې له معیارونو سره سم د اوبو لګولو سربند او د ۱۹۴ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال د جوړیدو په حال کې دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۶۲۳ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۵۷۱ اوسیدونکي ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته نه یواځې د ځايي بزګرانو ۱۵۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي بلکې د سیمې د ګڼ شمیر کورونو تر څنګ به دغه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه هم خوندي کړلی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS