په کونړ کې د کانکریټي ډوله پله د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۰:۵۴
په کونړ کې د کانکریټي ډوله پله د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په ډانګه پور کلي کې له معیارونو سره سم د ۴۲ مترو په اوږدوالي اوسپنیز کانکریټي ډوله پله د جوړولو کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۴۳۲۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۴۵۰۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د ځايي اوسیدونکو د تګ او راتګ ستونزه هواره شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS