په کونړ کې د اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۴:۱۵
Handing over of water supply network construction project costing 2.7 million AFN IN Kuner province

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري، د کنړ ولایت د مره‌ورې ولسوالۍ په «رشید کورنه» کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پروژې په بشپړېدو سره د شاوخوا ۲۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې. همدارنګه، د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

په یاده شوې پروژه کې د یوې څاه کیندل، د سولرونو لپاره دمحافظتي دیوال او یوې ذخیرې جوړول، د ۲۴۰۰ متره اوږدې شبکې غځول او د سولرونو، نلکو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS