په کندهار کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له کړنو څخه لیدنه ترسره شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام یو شمېرکارکوونکو د کندهار ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې د پروګرام له فعالیتونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه دوه ورځنۍ پروسه تر سره کړه.
یادو کارکوونکو د دې سفر په ترڅ کې د سپما ګروپونو، د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو له غړو سره لیدنه وکړه، د سپما کتابونه یې د ارزونې په موخه ولیدل او په ځینو موضوعاتو کې یې د چارو د ښه پرمختیا په موخه سپما ګروپونو ته لارښوونې وکړلې.
