په کاپیسا کې د ۹۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ سړکونو جوړولو کار روان دی

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۴:۴۹
Work progress of two road construction projects costing 94 million AFN in Kapisa province

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت په مرکز او حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د ۹۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ټولیزه توګه د ۷.۸۷۵ کیلو متره په اوږدوالي د دوو سړکونو جوړولو کار روان دی.

له دې پروژو یوه یې د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له قلعه سیدخان څخه تر قلعه صحرا دشت پورې د ۵.۲۶۵ کیلو متره کانکریټي سړک جوړول دي او بل د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت له ملا رسول کلي څخه تر خدایارخیلو پورې ددویم کانکریټي سړک جوړول دي چې د ۲.۶۱ کیلو متره اوږدوالی لري.

باید ووایو چې د دې پروژې په بشپړتیا سره به ده د قلعه سیدخان، کیشکتان علیا، سید میرخیلو، فیض علي خیلو، میرجي خیلو، قلعه صحرا دشت، ملا رسول بابا او خدایارخیلو کلیو د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۳
Background image

د لوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې د ( ۹،۷۹ ) کیلومتره سړک د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په داسي حال چې د کلیوالي سړک جوړولو رئیس الحاج مولوی محمد قاسم اميني او د لوگر د کلیو د بیارغونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

BACK TO NEWS