په کاپیسا کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په دشت ارچی نمبر یک او دمرکو نمبر دو کلیو کې په ټولیزه توګه د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو کار روان دی.
دا شبکې په سولري پمپونو سنبال دي، د ۲۰ او ۳۰ متره مکعبه په کچو دوه اوسپنیزې کانکریټي زیرمې ، ۲۸ سولرې تختې، ۶۴۶۸ متره پایپ او د احاطې دیوال لري.
د دې پروژو په جوړیدو سره به ۱۷۳۴ تنه وګړي د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
