په کاپيسا ولایت کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د دوو شبکو د پروژو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۳:۵۷
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام له خوا د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په تترخیل او کوره کلیو کې د خلکو د لس سلنې ونډې او د (۱۵۳۲۳۴۶۴) افغانیو په لګښت د سولر پمپ سیسټم سره سمبال د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پيل شوې.

دغه پروژه (۲۰۳۱۷) متره اوږدوالی لري چې پکې کور په کور د شیردهنونو نښلول، د (سل) متر په عمق سره د دوو ژورو څاګانو کیندل، د څښاک پاکو اوبو د دریو کانکریټي اوسپني ذخیرو جوړول چې هر یو يې (۵۰) متر مکعب ظرفیت لري، د (۵۸) سولر تختو نښلول او د سولرونو د ساتنې لپاره د احاطوي دیوالونو جوړول شامل دي چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به د نوموړو کلیو یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د یادې پروژې د کار په بشپړیدو سره به (۸۷۰) کورنۍ، د دولس محراب مسجد شریف لمونځ کوونکي او د دوه باب مدرسو طالب العلمان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS