په کابل کې ۲۷۵ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۴:۴۶
په کابل کې ۲۷۵ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا د کابل ولایت د بګراميو ولسوالۍ اړوند په چرخ آب کلي کې د ۵.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو د ۲ شبکو په جوړیدو سره، ۲۷۵ کلیوالو کورنیو ته پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.

نوموړې شبکې ۳ کیلو متره اوږدوالی، د ۶۰ مکعبه متره اوبو د ظرفیت په لرلو سره د اوبو ۲ ځمکنۍ زیرمې او د ۱۲۰ مترو په ژوروالي، ۲ ژورې څاه ګانې لري. دغو شبکو ته ۱۹ نلکې هم جوړې شویدي چې د جوړولو د کار په بهیر کی ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۲۵۰۰ کاري ورځې را منځته شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS