په کابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کانال پروژه بشپړه شوه

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۱۱:۸
په کابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کانال پروژه بشپړه شوه

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۴۶ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د پاخه کانال د پروژې کار د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په کوز ملنګ کلي کې بشپړ شواو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې د IFAD په اډانه کې تمویل شوې ۳۳۵۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې شا او خوا ۴۰۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې دغې پروژې د سیمې ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS