په کابل کې د یوې پراختیایي شورا غړیوته د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامې روغتیا وزارت د لارښود له مخې د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې د صدراعظم پراختيايي شورا ته د کرونا ويروس او د خوراکي توکو د کمیټې دجوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس ناروغانو د نښو ، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو او د روغتیایي اصولو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د بګرامیو ولسوالۍ له اوسیدونکو سره شریک کړي. پدې کمپاین کې همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د مرستندویه برخې د پیل لپاره د موادو ویش کمیټه هم جوړه شوه نوموړې کمیټه د پراختیایې شورا له فرعي کمیټو څخه چې په هغه کې ځوانان، ملا امامان او زیانمنونکې برخه شامل دي ، جوړه شوه چې په راتلونکې کې په بیړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي.
