په کابل کې د کرنیزو اوبو د ۳۵۰ متره کانال د جوړیدو کار پیل شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۴:۳۳
په کابل کې د کرنیزو اوبو د ۳۵۰ متره کانال د جوړیدو کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو اوبو د ۳۵۰ متره کانال د جوړیدو کار پیل شو.

د دې کانال په جوړیدو سره به ۲۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور د منظم پوښښ لاندې راشي او ۲۶۴ کورنۍ به یې له ګټو برخمنې شي.

باید ووایو چې د دې پروژې په ترڅ کې به تخنیکي کارګرو ته ۳۳۳ ورځې او نا تخنیکي کارګرو ته ۱۳۷۲ کاري ورځې رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS