په کابل کې د پراختايي شوراګانو ۶۰ تنواستازو ته د کرونا وایروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۶ - ۲۰:۴۵
کابل

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د بګرامیو ولسوالۍ د قلعۀ احمد خان، نوآباد بګرامي او یار احمد زي پراختیایي شوراګانو ۶۰ غړو ته د کرونا وایروس په هکله پوهاوی ورکړل شو. په دغه کمپاین کې یادو کسانو ته د کرو نا وایروس د وقایې، د لیږد د مخنیوي د لارو چارو او د وایروس د خطرونو څخه د ځان ساتنې په هکله لازم معلومات وړاندې شول. دوی هم د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هرکلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا وایروس د مخنیوي په هکله خپل مسؤولیت ادا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS