په کابل کې د اوبو لګولو د کانال ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۴:۲۹
په کابل کې د اوبو لګولو د کانال ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په کابل ولایت د میر بچه کوټ ولسوالي په خروټو کلي کې د نږدې ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۹۱۶ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال او سوپر پسیج ۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو په ترڅ کې چې د IFAD په اډانه کې تمویل شوې ۴۸۹۲ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۳۵۰۰ اوسیدونکي له دغو پروژو ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د سیمې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS