په پکتیکا ولایت کې د سپماګروپونو ۲۰۰ غړو ته د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ورکړ شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۶:۲۳
پکتیکا

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د کوار مرستندویه موسسې په مرسته د پکتیکا ولایت په بیلا بیلو کلیو کې د ۳۰ سپماګروپونو ۲۰۰ غړو ته چې نارینه او مېرمنو تشکیلول، په سپماګروپونو کې د غړیتوب په اړه د لومړنیو روزنو ترڅنګ د وژونکي وایروس کرونا په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو چې د یادو ګروپونو غړي وکولای شي، د ترلاسه شویو معلوماتو او لارښوونو په رڼا کې د راغلي وبا پر وړاندې د مخنیوي لپاره خپل لازم تدابیر ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا ولایت کې تر اوسه ۱۲۰ ښځینه او نارینه ګروپونه تشکیل شوي، چې له دوی څخه ۱۱۰ ګروپونو ته د پروګرام د سیمه ییزو کارکوونکو له‌خوا په سپماګروپ کې د غړیتوب مقدماتي روزنې ورکړل شوي او دا لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

BACK TO NEWS