په پکتیا کې د ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبونې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۳:۵۱
په پکتیا کې د ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبونې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ په سرسورنګ کلي کې د څه باندې ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبونې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

د اوبونې په دغه پروژه کې د یوه کاریز تحکیم ‌کاري، د یوې ۵۰۰ متره مکعبه کانکریټي زیرمې، دوه سوپر پسیجونو (سرپټیو ویالو)، یوه ترناب (د خوړ له پاسه ویالې) ۱۰۵۷ متره اوږدې کانکریټي ویالي جوړول او د ۱۳۲۲ متره اوږد پایپ نصبول شامل وو.

د اوبونې له دغې پروژې څخه څه باندې ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبیږي، چې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي او د سیمې اوسیدونکو ته یې ۲۰۰ کاري ورځې رامنځته کړې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS