په پکتیا کې د ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبونې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ په سرسورنګ کلي کې د څه باندې ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبونې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د اوبونې په دغه پروژه کې د یوه کاریز تحکیم کاري، د یوې ۵۰۰ متره مکعبه کانکریټي زیرمې، دوه سوپر پسیجونو (سرپټیو ویالو)، یوه ترناب (د خوړ له پاسه ویالې) ۱۰۵۷ متره اوږدې کانکریټي ویالي جوړول او د ۱۳۲۲ متره اوږد پایپ نصبول شامل وو.
د اوبونې له دغې پروژې څخه څه باندې ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبیږي، چې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي او د سیمې اوسیدونکو ته یې ۲۰۰ کاري ورځې رامنځته کړې وې.
