په پکتیا کې د څۀ باندې ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د دوو کانالو چارې روانې دي
د اوبو لګولو دغه دوه کانالونه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ اړوند یو یې د ۳۸۵ متره په اوږدوالي په زېړکوټ کلي کې او بل هغه یې د ۳۵۸ متره په اوږدوالي په جاني کوټ کلي کې جوړیږي. چې په ټولیز ډول څه باندې ۳.۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي.
ددې کانالونو په جوړېدو سره به د ۱۶۰ جریبه ځمکې د خړوبولو سربېره د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي او هم یې د تطبیق پرمهال لسګونه ځایي خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.
