په پکتیا کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د پروګرام له‌خوا د بلاعوضه مرستې په توګه مقطعي پانګه تزریق شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴۳
په پکتیا کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د پروګرام له‌خوا د بلاعوضه مرستې په توګه مقطعي پانګه تزریق شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او احمد اباد ولسوالۍ کې د پور او سپما ۲۰۰ کلیوالي اتحادیو ته چې ۱۹۶۶ غړي لري، نږدې اووه میلونه افغانۍ بلاعوضه مرسته د مقطعي پانګې ترنامه لاندې د لومړي او دوهم قسطونو په توګه ووېشلې.

همدا راز د احمد اباد په یوې پرمختیایې شورا کې یې د یوې اتحادیې ۹۹ غړیو ته د دریم قسط په توګه څه د پاسه دوه سوه زره افغانۍ مقطعي پانګه ولیږلې.

د یادونې وړ ده، چې دا مرستې د پروګرام تر پوښښ لاندې سیمو کې د اتحادیو له‌خوا د اقتصادي چارو د پیاوړتیا، د کوچنیو او منخنیو تشبثاتو د پیل په موخه کلیوالو ته د حسنه پور په توګه ورکول کیږي.

سربېره پر دې، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې ۲۲ او په احمد اباد ولسوالۍ کې ۱۰ تولیدي ګروپونه جوړ شوي، چې یادو ګروپونو د خپلو تولیداتو د پلورنې په موخه د ګردیز ښار مارکیټونو ته لاسرسی موندلی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS