په پکتیا کې د غړیتوب د ترلاسه کولو روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او احمد ابا ولسوالۍ اړوند کلیو کې د ۲۴ ښځینه سپما ګروپونو او ۲۳۳ غړو ته په ګروپ کې د غړیتوب روزنه ورکړل شوه.
د پروګرام د موخو تشریح، په سپما ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کول، د پیسو د سپمولو اغېزمنې لارې چارې، د کوچنیو کاروبارونو د پیل په موخه له ګروپونو څخه د حسنه پورونو د تر لاسه کولو او په نورو اړوندو موضوعاتو کې د روزنې برخوالو ته د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د کارکوونکو لهخوا معلومات وړاندې شول.
