په پنجشیر کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۱۴ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د پنجشیر ولایت د رخه ولسوالۍ په قابضان کلي کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۱۴ کیلو متره سړک جوړولو کار ۵۰ سلنه مخکې تللی دی.
د دې سړک په جوړیدو سره به په مستقیم ډول د ۵۰۰ کورنیو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او ۳۰۰ کورنۍ به ترې په نا مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
