په پنجشیر کې د۳۵ کیلومتره سړک د تخنیکي سروې چارې پیل شوې

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۹:۳۳
پنجشیر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي لار جوړونې پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت له پریان ولسوالۍ د۳۵ کیلومتره کانکریټي پوخ سړک د جوړولو د تخنیکي سروې چارې پیل شوې.

دا پروژې د پنجشیر ولایت له عمومي سړک څخه د پریان ولسوالۍ تر شهر بلند کلي پورې د۳ کیلومتره سړک پخول، د پریان ولسوالۍ له دهن اب تل کلي تر تل ښوونځي پورې د۵ کیلومتره سړک پخول، د پنجشیر ولایت له عمومي سړک څخه د یاد ولایت د مرکز اړوند رای زن منهجور کلي پورې د ۱۴ کیلومتره سړک پخول، د عنابه ولسوالۍ له پل ابدره نه تر اصالت خیل کلي پورې د۶ کیلومتره سړک پخول او د رخې ولسوالۍ دبازاردرخیل له کلي تر ګل زنګر کلي پورې د۷ کیلومتره سړک پخول دي، چې په تطبیق سره به یې د یاد ولایت ډیرې ترانسپورتې ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS