په پنجشیر کې د۲.۵ کیلو متره سړک دجوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
دکلیو دبیا رغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري دپنجشیر ولایت د رخې ولسوالۍ په شصت کلي کې دپنجشیر ولایت دکلیو بیا رغونې او پراختیا رییس او د اړوندې شورا تر منځ د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د۲.۵ کیلو متره سړک کریړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا پروژه به په ۱۸۰ ورځو کې تطبیق شي او په بشپړیدو سره به دسیمې داوسیدونکو ډیرې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
