په پروان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبه خور د یوه کانال کار بشپړ او ګټې ا خستنې ته وسپارل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملي پروګرام د بالاغیل پراختیایي شورا لخوا د پروان ولایت په سیاه ګرد (غوربند ) و لسوالۍ کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰۰ اوږد کانال پروژه بشپړه شوه .
داکانال چې ۱۵۴ کورني به ترینه ګته اخلی، ۱۸۰ جریبه ځمکه خړوبوي . دیادونې وړده چې دپروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۱۳۱۶ کاري ورځې رامنځته شویدي.
