په پروان ولایت کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت سره د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۰:۰
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۴.۸ میلیون افغانی در پروان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند دولت‌شاهي کلي کې د څښلو د اوبو یوه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددغې شبکې په جوړولو باندې ۴.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغی چې د دولت له بودجې څخه ورکړل شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۴۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول، د ۴.۵ کلیومتر په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول او د ۲۴۲مېتربکسونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره سلګونه کاري ورځې ایجاد کړې او په جوړېدو سره یې د شاوخوا ۴۴۰کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS