په هیواد کې د ۵ ښوونځیو د جوړیدو چارې تیره اونۍ بشپړې شوې او د نورو ۶ ښوونځیو کار مخ په بشپړیدو دی

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۱۷:۴۶
مکاتب

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام او سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ د دفترد اقرا پروژې تر سیوري لاندې د کندوزولایت په علي اباد، کندهار ولایت په سپین بولدک، بادغیس ولایت په قادس او ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالیو کې د ۵ ښوونځیو د جوړیدو چارې پای ته ورسیدې، او د ۶ نورو هغو د جوړیدو کار د بلخ ولایت په چهار بولک، د کندهار ولایت په ارغنداب، د ننګرهار ولایت په چپرهار او کامې،نورستان ولایت په واما او فاریاب ولایت په خانچهار باغ ولسوالیو کې مخ په بشپړیدو دی او ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي ۱۰، ۸، ۶ یا ۴ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري او د جوړیدو په ترڅ کې یې تخنیکي او غیر تخنیکي کار کوونکو ته ۳۴ زره کاري ورځې برابرې شوي دي.

د یادولو وړده چې جوړو شویو ښوونځیو ۵۷۰۳ تنه زده کوونکو ته د زده کړو وړ چاپیریال رامنځته کړی دی او د جوړیدونکو ښوونځیو پر بشپړتیا به ۱۸۰۰ تنه زده کوونکي د زده کړې وړ چاپیریال تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS