په نیمروز کې ۱۴۰۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو ویش
د نیمروز ولایت د کلیوبیارغونې اوپراختیا ریاست له لوري ددغه ولایت د مرکز زرنج او چخانسور، چهاربرجک اوکنګ ولسوالیو اوسیدونکو لپاره د پاکو اوصحي اوبو د برابرونې پروګرام پیل شو. دا پروګرم به د چخانسور ولسوالۍ ۲۷ کلیو کې ۱۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
په پام کې ده چې د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت به هغو کورنیو ته چې د پرله پسې وچکالۍ او د موسمي بارانونو د کموالي له امله د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي، د اوبو د ټانکرونو له لارې د یوې میاشتې د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.
باید ووایو چې په نورو ولسوالیو کې هم د زیامنونکو کورنیو سروې بشپړه شوې او ډیر ژر به په یادو سیمو کې ورته لړۍ پیل شي.
