په نیمروزکې د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو او سپما ګروپونو جوړول ترسره شول

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۵:۵۱
په نیمروزکې د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو او سپما ګروپونو جوړول ترسره شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د نیمروز ولایت په زرنج ښار او چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۴ ښځینه او نارینه سپما ګروپونه جوړ کړي دي چې ۱۷۵۰ فعاله غړي لري. همدا راز په دې ولسوالیو کې یې ۴۶ د پور او سپما کلیوالي اتحادیې هم تشکیل کړې دي.

نویو جوړ شویو سپما ګروپونو د خپلو منظمو اونیزو غونډو په ترڅ کې وکولای شول، چې څه دپاسه یو میلون افغانۍ وسپموي او نږدې شپږ سوه زره افغانۍ خپلو غړیو ته د پور په توګه ورکړي.

د یادونې وړده، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام په دې ولایت کې د خپلو فعالیتونو له پيل راهیسې تر اوسه ۱۱۷۱ سپما ګروپونه د ۱۱۳۵۹کلیوالو په غړیتوب سره جوړ کړي چې ۸۰٪ یې مېرمنې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS