په نورستان کې ۲۳۶ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شویدي
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په وسیله د نورستان ولایت دواما ولسوالۍ اړوند پاري اثر آباد کلي کې د ۱ میلیون افغانیو په لګښت داوبورسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخستنې ته سپارل شویده.
نوموړې شبکه ۱۵ زره لیتره یوه زیرمه او ۸ نلکې لري چې۲۳۶ کلیوالي کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۸۴۵ کاري ورځې برابرې شوېدي.
