په نورستان ولایت کې د ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سړک د جوړولو اساسي کار روان دی

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
په نورستان ولایت کې د ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سړک د جوړولو کار روان دی

په نورستان ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۱۰ متره اوږد او ۳۱ متره په اندزه د سور لرونکي سړک د جوړولو کار روان دی.

د دې سړک دواړو غاړو ته څلور متره پیادرو هم په اساسي ډول جوړیږي.

د دې ترڅنګ د یاد سړک په منځ کې ۵۰۱ متره اوږد او ۲،۵ متره سور لرونکی ګلدان هم جوړیږي، چې د ښکلا په موخه به د څراغونو ستنې په کې ولګول شي او په ګلدانونو کې به یې زینتي بوټي هم وکرل شي.

د سړک ساتنې په موخه داوړو غاړو ته ۱۰۲۰ متره لښتي، د ۶ مترو په لوړوالي ۹۱۵ متره استنادي دیوالونه او دوه کوچني پلونه هم جوړیږي.

د دې سړک د جوړولو په موخه په ځينو ځایونو کې د ۱۴۵۵۱ مکعب متره په اندزه د غرونو ځيني برخې هم هوارې شوې دي او د سړک د لا ډير کېفیت په موخه ۲۰۰۱ مکعب متره په اندزه سیخ داره کانکریټ هم شوی دی.

د دغه سړک د فزیکي کار پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوی او د یاد ولایت په مرکز پارون کې جوړیږي ۱۲۳۰۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۷۴۳ کسه په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه سړک به د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو د پام وړ اغیزه ولري او د نورستان ولایت مرکز پارون ته به ځانګړي ښکلا ورکړي‎.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS