په نورستان ولایت کې د سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د نږدې ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د کانکریټي سړک د جوړولو کار ۵۸ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ۵۱۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي پوخ سړک جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۸۷۴۳ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې ۱۲۳۰۰ ځايي اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام لدې وړاندې هم د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ۵۴۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي سړک چې د آسیايي پرمختیايي بانک له لوري تمویل شوی و جوړ کړیدی او اوسنی نوی سړک هم د پخواني همدغه سړک په امتداد غځیږي چې د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو به مثبت اغیز وشیندي او پدې سره به د ټرانسپورټ له اړخه په سیمه کې د خلکو ګڼ شمیر ستونزې اوارې شي.
