په ننګرهار کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د پروژې کار روان دی

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۷:۶
په ننګرهار کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د پروژې کار روان دی

په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د جوړولو د پروژې کار ۹۸ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د سپین غر ولسوالي په چهل ګزي کلي کې د ۲۵۸ مترو په اوږدوالي محافظوي دیوال د بشپړیدو په حال کې دی.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۳۹۴۱ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې نږدې ۲۸۰۰ ځايي اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ګڼ شمیر کورونه او زراعتي ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړي او پدې توګه به د سیمې اوسیدونکو ته د سیلابونو له اړخه د ځاني او اقتصادي زیان د ور رسیدو مخه نوره ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS