په ننګرهار کې د ۲۲۲ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د درهنور ولسوالۍ په سوتن کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره د شاوخوا ۲۲۲ کورنیو لپاره د کورونو په منځ کې د نلونو په مرسته پاکې اوبه برابرې شوې.
په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې ذخیرې جوړول، د څه باندې ۸۰۰ مترې اوږدې شبکې غځول، ۳۰ لمریزو تختو (سولرونو) لګول، ۷۴ نلکو او نورو اړینو پُرزو لګول شامل وو.
دې پروژې د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۸۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې وې.
