په ننګرهار کې د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۱۲ متره محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۴:۴۱
په ننګرهار کې د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۱۲ متره محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی

په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د جوړولو کار ۷۰ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د مهمند درې ولسوالي په علي جان کلا کلي کې له معیارونو سره سم د ۵۱۲ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال د جوړیدو په حال کې دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۳۲۲ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۰۳۸ اوسیدونکي ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته نه یواځې د ځايي بزګرانو ۱۲۵ جریبه کرهڼیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړلی شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS